د بلخ ولایت د شاهي ویالې کانال په لار کې د حریم د ویجاړیو او نورو ستونزو د هوارولو په موخه ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د بلخ سیندیزې فرعي حوزې د رئيس تر مشري لاندې د کروندګرو د استازو، میراباشانو، د اوبو ټولنې د ګټې اخیستونکو او د بلخ ولایت شاهي ویالې کانال د اوبو د تنظیم کمېټې د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د شاهي ویالې کانال څخه د ګوریمار تر سیمې پورې د حریم د ویجاړیو او نورو ستونزو او د علي چوپان فرعي کانال د ستونزو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
