د بېلابېلو موضوعاتو د څېړلو په موخه د انرژي معینیت تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۲:۲۶
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس تر مشرې لاندې د یاد معینیت د رئيسانو او ټولو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د څو اړینو تخنیکي او اداري موضوعاتو لکه: د انرژي سکتور د پنځه کلن پلان د پراختیا په موخه د جوړې شوې کمیټې د غړو د اندونو د څېړلو، د پلان د هر اړخیزولو او د چارو د چټکتیا، د وېش او په هېواد کې د انرژي د تولید د متوازن لېږد په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس د ناستې د غړو د اندونو تر اورېدلو وروسته، د هېواد د انرژي سکتور د پرځان بسیا کېدو په برخه کې د اغېزمنو هڅو په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې اړوندو مسؤلینو ته مشخصې دندې وسپارلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu