د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې د رئيس په مشري له ارزګان ولایت څخه ۲۱ کسیز پلاوي د امیر المؤمنین حفظه الله سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۳:۴۲
1

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي مولوي وکیل احمد نقي تر مشري لاندې د ارزګان ولایت د مرکز او ولسوالیو ۲۱ تنه سپین ږیرو او علما کرامو د افغانستان اسلامي امارت د امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله آخندزاده سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس د امیر المؤمنین حفظه الله سره په ارزګان ولایت کې د برېښنا ستونزې، د کجکي برېښنا بند څخه ازرګان ولایت ته د برېښنا رسولو، په ګیزاب او چهارچینو ولسواليو کې له هلمند سیند څخه د کانالونو د جوړولو، په چنارتو او چوره ولسوالیو کې د آغاجان او مني غار بندونو د جوړلو،په دهراود ولسوالي کې د تنګي بند د جوړولو، په خاص ارزګان ولسوالي کې د سرتنګي او تور بندونو د جوړولو او د ارزګان ولایت او ولسوالیو اړوند د کانالونو د سربندونو د رغولو وړاندیزونه  شریک کړل.

په ورته مهال، امیرالمومنین حفظه الله د یادو ټولو وړاندیزونو د منلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې د آغاجان بند د جوړولو او د کجکي برېښنا بند څخه د ارزګان مرکز، ترینکوټ ته دې د برېښنا رسولو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu