د توربو اینرګو شرکت له مسؤلینو سره په بلخ ولایت کې د ډبروسکرو له سرچینو څخه د ۱۰۰ میګاواټه حرارتي برېښنا د پروژې په هکله خبرې وشوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۶:۵۳
1

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی د توربو اینرګو شرکت له مسؤلینو سره وکتل او په بلخ ولایت کې د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د ۱۰۰ میګاواټه حرارتي برېښنا د تولید د پروژې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د حرارتي برېښنا د تولید لپاره د نوموړي شرکت مسؤلینو ته ټاکل شوې سیمې وړاندیز کړې چې د هغوی له لوري یې هر کلی وشو او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د نوموړي شرکت له مسؤلینو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu