د جلال آباد ښار بهسود پل ته څېرمه د جوړېدونکي بولډروال د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د جلال آباد ښار بهسود پل ته څېرمه د جوړېدونکي بولډروال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارود غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړي بولډروال په جوړېدو سره به د سیمې زرګونه کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.