د خلم ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئیس د آغاخان مؤسسې له استازي سره لیدنه وکړه

د خلم ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئیس، الحافظ مولوي محب الله "عادل" د خپل کار په دفتر کې د آغاخان مؤسسې له استازي سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې د نوموړې سیندیزې حوزې رئیس د دغې مرستندویه مؤسسې له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه، وروسته د آغاخان مؤسسې استازي د سمنګان د حوزې په کچه د خپلو فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او د اوبو په سکتور کې یې د همکاري وعده وکړه.
همدارنګه د نوموړې سیندیزې حوزې رئیس د همکاري ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره هر اړخیز امنیت شتون لري او مؤسسات کولی شي چې د نوموړي ولایت په هره برخه کې پراختیایي پروژې پلي کړي.