د خلکو په مالي مرسته د بخش آباد بند د پروژې د پلي کولو په موخه په همدې شميرې (3000208009836) سره د « ولس او بخش آباد« تر عنوان لاندې بانکي حساب پرانیستل شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۱۵:۱۵
1

په دې مناسبت غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د کلیو پراختیا وزارت سرپرست وزیر ښاغلي مولوي محمد یونس آخندزاده، د اوبو او انرژي، اقتصاد، کرهڼې، اوبولګولو او مالداري او ماليې وزارتونو د معینانو او استازو او د فراه ولایت د مشرانو په ګډون د اوبو او انرژي وزارت د غونډو په عمومي تالار کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د یاد بانکي حساب د پرانیستې په غونډه کې د دې وزارت له خوا د اوبو د مدیریت په برخه کې د ارزښتناکه اقداماتو د ترسره کولو څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې د فراه ولایت د بخش آباد بند پلي کول د دې وزارت په لومړیتوبونو کې دی.

ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې یاد بانکي حساب د فراه ولایت دخلکو په غوښتنې او هر کلي سره په لاره اچول شوی او د یاد بانکي حساب د رامنځته کولو څخه موخه د بخش آباد بند په پلي کولو کې  د خلکو ونډه اخیستنه ده.

همدارنګه د کرهڼې، اوبولګولو او مالداري وزارت معین ښاغلي مولوي صدراعظم په اوسني شرایطو کې د اوبو حیاتي ارزښت ته په اشارې سره د یاد بانکي حساب پرانیسته د اوبو د مدیریت په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله او د افغانستان له خلکو څخه یې و غوښتل، چې دې بانکي حساب ته د پیسو په لېږدولو سره  د یادې بسټیزې پروژې په پلي کولو کې ونډه واخلي.

دغه راز، د فراه ولایت یو تن قومي مشر د حاجي دوست محمد خان په نوم د یاد ولایت د خلکو په استازولي د بخش آباد بند پروژې پلي کولو ته د خلکو د اړینې اړتیا او د اوبو د کموالي په هکله خبرې وکړي او یاد بانکي حساب د رامنځته کېدو څخه یې هر کلی وکړ.

په ورته مهال، د اقتصاد وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر عبداللطیف نظري په دې غونډه کې د اوبو د مدیریت د ارزښت په هکله خبرې وکړې او اوبه یې د هېواد د اقتصادي پراختیا سرچینه وبلله.

د پروګرام په دوام کې، د اوبو او انرژي وزارت د مقام د دفتر عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز د یاد بانکي حساب په هکله په بشپړ ډول معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه، چې یاد بانکي حساب د ریاست الوزرا د مقام د لارښوونې او د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې پر بنسټ په لاره اچول شوی او هیله لرو چې خلک هم دې حساب ته د پیسو په لېږدولو سره د بخش آباد بند پروژې په پلي کولو کې چې د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره ځانګړی ارزښت لري، ونډه واخلي.

یاده غونډه د کلیو پراختیا وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي مولوي محمد یونس آخندزاده په دعائيې او د یاد بانکي حساب د څارنې په موخه د ګډ هوکړه لیک په لاسلیکولو سره پای ته ورسېده.

د یادې غونډې په پای کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خبریالانو پوښتنو ته مفصل او اړین ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د وروستیو اورښتونو له کبله سېلابونه را وتلي، چې یو شمېر کسان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

بیرته تګ

User account menu