د خوشتپې اوبو لګونې کانال پروژې دسروې چارې به په نږدې راتلوونکې کې شروع شي

hafiz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۱۵:۸
خشتیپه

 دشمال عمومي سیندیزې حوزې لوی رئیس د ملي پراختیا شرکت تخنیکي هیئت سره چې د رسمي چارو ترسره کولو او د پروژو ارزونې په موخه د هیواد شمال ته سفر کړی ؤ ولیدل.

په شروع کې د شمال سینديزې لوی حوزې رئیس مولوی عبدالحکیم حاجی حکمت د ملي پراختیا شرکت تخنیکي هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ هغوئ سره  لازم معلومات شریک کړه.

همدا شان  په دې لیدنه کې چې د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئیس او د یادې حوزې یو شمیر انجنیرانو هم ګډون درلود، د ملي پراختیا شرکت تخنیکي هیئت د هیواد شمال ته د خپل سفر اساسي موخه د خویشتپې کانال سروې یاده کړه.

د دې لیدنې په جریان کې دواړه خواو د ضرورت وړ معلوماتو په شریکولو، او د ګډو پروژو د تطبیق په موخه په زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د خوشتېپې د اوبو لګونې کانال د هیواد له شمال شرق قلعه ذال څخه شرع او د آمو سیند څخه سرچینې اخلي، دا کانال ۱۵۰ متره عرض لرونکی دی چې د بشپړیدو څخه به وروسته په زرګونه هکټاره زراعتي ځمکه د هیواد په شمال کې خړوبه شي.

د اوبو او انرژي وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu