د خوړو نړیوال سازمان  (WFP) په کابل کې د اوبو سکتور په برخه کې د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کوي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۱:۵۸
1

د کابل سينديزې حوزې عمومي ریاست سلاکار ښاغلي انجنیر روح الله مایار ورسره مل تخنیکي پلاوي د Life (SFL)  Shelter for  نړیوالې موسسې له مسئولینو سره د پروژو د ښه تطبیق او لازمې همغږي په موخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې ، د هغو پروژو په هکله چې د يادې موسسې له خوا د کابل ولایت اړوند دوو (۲)  ولسوالیو (بګرامې او خاکجبار) کې د اوبو د سکتور په برخه کې بېلابېلې  پروژې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالى ملاتړ د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کوي، بحث او د نظر تبادله وکړه.

په ورته وخت کي،  د یادې موسسې مسؤلینو ژمنه وکړه چې یاد پروګرام به د کابل سیندیزې حوزې عمومي ریاست اړوند نورو فرعي سیندیزو حوزو کې  هم پلي کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

بیرته تګ

User account menu