د زابل ولایت د عمري بند پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۳:۲۸
1

دغه پروژه د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر آخند، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندازاده، د زابل والي ښاغلی مولوي حزب الله افغان، د ملي پراختیا شرکت مرستیال ښاغلی مولوي عبدالولي عادل، د وزارت مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د اسلامي امارت لوړ پوړو مسؤولینو او د زابل ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د عمري بند بشپړېدا د زابل پراختیایي مسیر کې یو پیلیز ګام وبالۀ؛ نه یواځې د زابل خلکو ته؛ بلکې د افغانستان ټولو خلکو ته یې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د هر هغه څه چې ژمنه وکړي هغه ته د عمل جامه ور اغوندي.

په همدې حال کې د اوبو او انرژی سرپرست وزیر د زابل د خلکو د قهرمانیو او قربانیو څخه یادونه وکړه نوموړې پروژه یې د زابل خلکو لپاره ارزښتناکه وبلله.

ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې، څرګنده یې کړه چې د اسلامي امارت مسؤولین د هېواد د آبادۍ او پراختیا لپاره په اخلاص او صداقت سره د همت ملا تړلې. هغه ټینګار وکړ چې لۀ غیور ملت څخه هم تمه کېږي چې تر څو په دې هکله له اسلامي نظام سره همکار واوسي.

د یادونې وړ ده چې د عمري بند پروژه د زابل ولایت مرکز قلات ښار په څلور کېلو متري کې شتون لري، چې د څه د پاسه ۱۲۷ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت د موسمي سېلابونو د کنترول، د زراعتي ځمکو د خړوبولو او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د تقویې لپاره تطبیق شوې ده.

دغه بند د ۲۳ مترو په لوړوالي د ۲.۹ میلیونه مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو او د ۶۱ کېلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت درلودونکی دی، ۵۶۰ هکتاره زراعتي ځمکه د خړوبولو لاندې نیسي، چې زرګونه کورنۍ له هغه څخه برخمنې کېږي.

همدارنګه باید یادونه وشي چې دغه بند مخکې د توري بند په نوم یادېدۀ، چې نن ورځ د ریاست الوزرا عالي مقام له لورې د عمري بند په نوم ونومول شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu