د سترو قراردادونو د څېړلو غونډه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې ترسره شوه
یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر ریاست لاندې د اړونده وزارتونو او اداراتو د معینانو او استازو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت د شپږو پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه؛ مشخصې د حل لارې وټاکل شوې او د یادو پروژو د لا غوره تطبیق او د پروژو د څېړلو د چټکتيا په موخه لازم تصميمونه ونيول شول.
د یادولو وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري ټاکل شوی، ترڅو ټول ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیسي او په پای کې د خپلو څېړنو پایلې په یوه بشپړ راپور کې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.
