د شاه و عروس بند د کار د چټکتیا په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۴:۲۳
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمرآخندزاده، د قراردادي شرکت رئيس او د یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د شاه وعروس بند د پروژې د وضعیت راپور د تخنیکي مسؤلینو او د قراردادي شرکت له خوا د وزارت د رهبري حضور ته وړاندې شو او همدارنګه د پروژې د پاتې چارو د پلي کېدو په برخه کې پر لازمو همغږیو باندې بحث او دنظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د پروژې اهمیت ته په کتو، اړونده مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل او د پاتې چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu