د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي، د بلخ ولایت سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه.

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۴:۱۶
1

د دې لیدنې په لړ کې د بلخ ولایت سیندیزې فرعي حوزې د غونډو په تالار کې  د یاد  ریاست کارکوونکو، انجمنونومسؤلینو او له اوبو څخه یو شمیر ګټه اخستونکو په ګډون ناسته ترسره شوه چې د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي موسٰی جان حقبین لخوا راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بلخ سیندیزې حوزې کاري راپور وړاندې شو.

ورپسې د شمال عمومي سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د اوبو او انرژي وزارت د پروژو او پروګرامونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه د ۱۴۰۰ هـ ش کال په جریان کې  د بارانونو اوبو ذخیره کولو، سیلابونو د تخریب مخنیوي او ځمکې لاندې اوبو د تقویې په موخه د ۶.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې تکمیل شوی دي.

همدا شان ښاغلي مولوی حکمت وویل چې د ۱۴۰۱ کال په کاري پلان کې  د انساني قوې په واسطه تطبیق کیدونکې د ۳۷۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۳۹ عاجلې پروژې او د ۶۹ میلیون افغانیو په ارزښت ۹عادي پروژې شاملې دي.

د اوبو او انرژي وزارت 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu