د شکر درې ولسوالي له سټیشن او د میربچه کوټ ولسوالي د سیاب بالا چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۸:۵۳
1

د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي نورالله حکمت او ورسره مل تخنیکي ټیم د کابل ولایت د شکر درې ولسوالي له سټيشن او د میربچه کوټ ولسوالي د سیاب بالا چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

نوموړی چکډم د ۴۲ متره په اوږدوالي او ۴ متره په لوړوالي سره جوړیږي، چې د ۴ زره متر مکعب اوبو د ذخیره کولو د وړتیا په درلودلو سره ۷۰ جریبه ځمکه خړوبوي.

د نوموړي چکډم چارې د اسلامي امارت په مالي لګښت د (۴،۲۷۸،۲۸۳) څلور میلیونه، دوه سوه اته اویا زره، دوه سوه او درې اتیا افغانیو په ارزښت د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې کابو ۲۳۰۰ کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu