د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا د حقوقي مارکیټ له رئيس سره وکتل
د شیرین تګاب- میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا انرژي د حقوقي مارکیټ له رئيس محترم محمد حارث زرمتي او ورسره مل ټیم سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د برېښنا حقوقي مارکیټ رئيس فاریاب ولایت ته د خپل او ورسره مل ټیم د سفر موخه په دغه ولایت کې د دولتي او خصوصي شرکتونو د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د برېښنا انرژي د دوامداره تنظیم او د کمیت او کیفیت د تضمین ارزونه وبلله .
په ورته مهال، د نوموړې سیندیزې حوزې رئيس په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا د حقوقي مارکیټ رئيس او ورسره مل ټیم ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دوی د کاري موخو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.