د غزني ولایت د سردې بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې د 13400000 افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۱:۵۰
1

د غزني ولایت د اندړو ولسوالي اړوند د سردې بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې د دیارلس میلیونه او څلور سوه زره(13400000) افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د والي الحاج حافظ محمد امین جان عمري، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجینر حبیب الرحمن حقپال، د غزني سیندیزې فرعي حوزې د ولاړو اوبو رئیس مولوي محمد شفیق منصور عمر، د پکتیکا ولایت د ګومل سیندیزې فرعي حوزې رئیس قاري فتح محمد ذاکر او ګڼ شمیر سیمه ییزو مسئولینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د نوموړې پروژې په پرانیست غونډه کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس وویل، چې په غزني ولایت کې د سلطان، بهائي، باغچرې او د دهنه شير بندونو د ساتنې او مراقبت چارې جریان لري او د یاد ولایت په هرې ولسوالي کې به د اوبو د غوره مدیریت په موخه یو کوچنی ذخیروي بند هم جوړ شي. همدارنګه، هغه زیاته کړه، چې په غزني ولایت کې د اوبو د مدیریت په موخه به په روان کال کې د 96 میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمیر کانالونه، سربندونه، کوچني بندونه او ټرينچونه هم جوړ شي.

د یادونې وړ ده، چې د غزني ولایت د سردې بند د 259 میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د شاوخوا یو سلو پنځوس زره(150000) جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري، چې د ساتنې او مراقبت چارې یې د اوبو او انرژي وزارت په مالي ملاتړ د سپین دره ودانیز او سړک جوړونې شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu