د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ته د صنعتي، زراعتي او د څښاک د اوبو د څاګانو د کیندلو د اسنادونو د جوړولو په هکله د وړتیا لوړولو ښوونیزه برنامه پیل شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۵:۱۷
1

د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ته د وړتیا لوړولو دغه ښوونیزه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د انجنیرانو له لوري د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنیر مجیب الرحمن حبیبي په شتون کې پیل شوه.

ښاغلي حبیبي د کارمندانو د وړتیا د لوړولو لپاره ددې ډول ښوونیزو برنامو په لاره اچولو په موخه د اوبو او انرژي وزارت له مقام څخه ستاینه وکړه او د دغو برنامو د اهمیت په هکله یې اړین توضېحات وړاندې کړل.

ټاکل شوې ده چې پهٔ دغې څو ورځنۍ برنامه کې کارمندانو ته په عملي او نظري توګه د سروې د څرنګوالي، د نوموړو څاګانو د اجازه ورکولو او نه ورکولو په هکله چې یوه نوې پروسه ده، د تجروبو تبادله او مفصل معلومات ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۴۳
Background image

کاپيسا ولایت کې د اوبو په برخه کې اووه پروژې د څه باندې یوولس میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کاپيسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د پورتني او کښتني هندوسوز سربندونه، میرکلا، نوروزخېلو، محب‌خېلو، شاطو او میاخېلو د سیند غاړو ټینګښت پروژو چارې د ۱۱ میلیونه، ۶۸۷ زره او ۷۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د هرات ولایت د پاشدان بند په کاسه کې څه د پاسه ۳ متره اوبه زېرمه شوې دي

د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د دغه ریاست یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د پاشدان بند له وضعیت څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د بند د ساتنې او مراقبت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵۷
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو، تحکیماتي او حفظ او مراقبت پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري په تڼیو، ګربزو او علیشیرو ولسوالیو کې د اوبو رسولو، تحکیماتي او. . .

بیرته تګ

User account menu