د غور ولایت د انرژي ولایتي کمېټه د یوې ناستې په ترڅ کې جوړه شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۰:۲۹
1

د غور ولایت د انرژي ولایتي کمېټه د یوې ناستې په ترڅ کې د غور ولایت د مقام د سرپرست محترم مولوي عبدالواحد حماس، د غور د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم ملا رحمت الله اماني، یو شمېر نورو سیمه ییزو رئيسانو او  د لویدیځ زون د انجنیرانو په شتون کې جوړه شوه.

په دغه ناسته کې، د لویدیځ زون انجنیرانو د غور ولایت د انرژي د ولایتي کمېټې د موخو، پلانونو او جوړولو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه په دغه ناسته کې، د غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني د نوموړې کمېټې د مسؤل، د برېښنا آمر د مرستیال او د اقتصاد رئيس د سکرتر په توګه وټاکل شول.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu