د لاندنې هریرود فرعي سیندیزې حوزې رئیس د هریرود اوبو د عادلانه وېش په موخه پښتون زرغون ولسوالی ته سفر وکړ

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۷ - ۸:۵۶
1

د لاندنې هریرود فرعي سیندیزې حوزې رئیس ښاغلی مولوي سردار ولي مزمل او ورسره مل د اوبو د تنظیم آمر ښاغلی انجنیر جلیل احمد محمدي د هریرود اوبو د عادلانه وېش او د هریرود د لوړ لاس مسیر د ولسوالیو د کانالونو د سربندونو  د لیدنې په موخه پښتون زرغون ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د لاندنې هریرود فرعي سیندیزې حوزې رئیس په پیل کې د پښتون زرغون ولسوالۍ د ولسوال له مرستیال ښاغلي مولوي منیب سره لیدنه تر سره او د سلما بند څخه د خوشي کړای شوي اوبو څخه د اغېزمنې ګټه اخیستنې په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه او وروسته د مولوي منیب او مل پلاوي سره د پښتون زرغون ولسوالۍ د کمبراق، فشکان او شاه فلان د کانالونو د سربندونو څخه لیدنه و کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu