د لوګر ولايت خروار او سرخاب ذخيروي بندونو څخه نظارت ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۰:۵۸
1

د اوبو او انرژي وزارت انجنيري چوپړتياوو عمومي رياست، د اوبو تأسيساتو او شبکو ساتنې، پاملرنې او ګټې اخستنې رياست تخنیکي ټيم، لوګر ولايت ته د سفر په ترڅ کې د خروار او سرخاب ذخيروي بندونو د بيارغونې پروژو د ترسره شويو کارونو د وضعيت څېړلو او په ټوله کې د يادو بندونو د ساتنې او پاملرنې په موخه نظارت تر سره کړ.

د يادونې وړ ده، چې ياد بندونه د تېرو څو لسيزو ناخوالو له امله ويجاړ او په بشپړ ډول د استفادې څخه وتلي وو چې الحمدلله د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره سم ورته د بيارغولو په موخه بودجه ځانګړې او چارې یې جريان لري.

User account menu