د "محرم میاشت او اسلامي امت" تر سرلیک لاندې د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي بیانیه وړاندې شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۴:۴۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي ګل رحمن عارف د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې په یوه اصلاحي بیانیه کې  د محرم د میاشتې د فضیلتونو او د درناوي د سمې طریقې په هکله خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي وزارت  دعوت او ارشاد رئيس په دغه بیانیه کې د محرم میاشتې او د دغې میاشتې د لسمې ورځې د فضیلتونو په هکله د تاریخي واقعیتونو او د روایاتو او احادیثو شریفو په استناد سره اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې پر اسلامي امت لازمه ده، چې په دې هکله په سمه توګه پوهاوی ترلاسه کړي او دغه ورځ دې د اسلامي شریعت سره سم ولمانځي.

هغه له ټولو کارمندانو څخه وغوښتل چې د نبوي سیرت او صورت سره دې عمل وکړي او د خپلو اعمالو په ترسره کولو کې دې یوازې د خدای(ج) رضا په پام کې ونیسي؛ ترڅو په دنیا او آخرت کې نېکمرغه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu