د معدني اوبو او غیر الکولي مشروباتو شرکتونو د ټولنې غړو خپلې ستونزې د اوبو و انرژي وزارت د اوبو له معین سره شریکې کړې
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې د معدني اوبو او غیر الکولي مشروباتو شرکتونو د ټولنې له غړو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د نوموړې ټولنې غړو د خپلو شرکتونو د اړتیا وړ اوبو د چمتوکولو ستونزه د اوبو له محترم معین سره شریکه او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د اوبو محترم معین د نوموړې ټولنې غړو ته د خپلو شرکتونو د اړتیا وړ اوبو د چمتو کولو په برخه کې اړینې لارښوونې وکړې او مشخص ځایونه یې ورته په ګوته او په دې برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۴ هـ ق کال د لسمې ګڼې مصوبې پر بنسټ د کابل ښار د اوبو سرچینو په تغذیوي سیمو او غیر صنعتي زونونو کې د معدني اوبو، غیر الکولي مشروباتو فابریکې او شرکتونه باید خپلې د اړتیا وړ اوبه د کابل ښار څخه د باندې د سطحي اوبو له سرچینو څخه چمتو کړي.