د ننګرهار د فرعي سیندیزې حوزې پنځلس (۱۵) ورځنۍ ناسته تر سره شوه

hafiz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲ - ۱۰:۳۹
6

د ننګرهار د فرعي سیندیزې حوزې په مرکزی دفتر کی د کارونو د ښه تر سراوي او ښې همغږۍ په پار پنځلس (۱۵) ورځنۍ ناسته تر سره شوه.

د ننګرهار د سیندیزې فرعي حوزې د اوبو د تنظیم امر مولوی محمد صادق هاشمی د مجلس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او هر یو امر او مسؤل کس ته یی د قران اعظیم الشان د مبارکو ارشاداتو په بیانولو سره توصیه وکړه تر څو خپلو ورځنیو کارنو ته په پوره ایماندارۍ او اخلاص توجه وکړی، بیا یی د اوبو د تنظیم د امریت تر سره شوې فعالیتونو په هکله چې په تیرو ۱۵ ورځوو کی تر سره شوې وو رڼا واچوله او د ټولو همکارانو سره یې لیکلی راپور شریک کړ.

په نوبت سره هر امریت خپل هغه ترسره شوی فعالیتونه  چی په طول د دغه پنځلسو ورځو کی یې تر سره کړی وو شریک کړل او په لیکلي توګه یې وسپارل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu