د ننګرهار ولایت د حصارک، شیرزاد او سرخرود ولسوالیو له قومي مشرانو سره د اوبو پروژو د پلي کولو په هکله خبرې اترې وشوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۴:۴۳
1

د ننګرهار ولایت د شیرزاد، حصارک او سرخرود ولسوالیو قومي مشرانو، سپین ږیرو او ځوانانو د ننګرهار سیندیزې حوزې له رئیس الحاج سید فضل احد هاشمي او د یادې حوزې د سلاکار انجنیر شمس الرحمن شمس سره په کتنه کې د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې خپلې اړتیاوې او وړاندیزونه شریک کړل.

په دغه کتنه کې د ننګرهار سیندیزې حوزې رئیس د یادو ولسوالیو د ولسونو غوښتنو ته د رسیدګۍ په برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په نوموړو ولسوالیو کې د وړو پروژو سربیره د یو شمیر لویو بندونو لومړنۍ سروې هم ترسره شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu