د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف " منصور" پيغام
الحمدالله و کفی والصلوة و السلام علی رسول الله و علی آله و اصحابه اجمعین.
و بعد:
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت عالیقدر امیرالمومنین شیخ القرآن و الحدیث هبة الله آخندزاده صاحب حفظه الله و رعاه، د افغانستان د اسلامي امارت رئيس الوزرا او مرستیالانو، د کابینې غړو، د سترې محکمې رئيس، د هېواد د دفاعي او امنیتي قواوو منسوبینو، د ولایتونو والي صاحبانو، حجاج کرامو، د شهیدانو کورنیو، معیوبینو، ټول افغان مسلمان مجاهد او شهید پالونکي ملت او ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د مبارکي صمیمانه مراتب وړاندې کوم.
لاس په دعا یم چې الله (ج) دې د ټولو مالي او ځاني عبادتونه او د حجاج کرامو حجونه او د عاګانې په خپل دربارکي قبول کړي.
ټولو ته له خوښیو ډک اختر غواړم.
لوی خدای(ج) دې ټول اسلامي امت په تېره بیا زمونږ مجاهد ملت د دنیا او آخرت په خوښیو اوسرلوړیو و نازوي.
والسلام علیکم ورحمة الله و برکاته.
ستاسو د خوښي او سوکالي غوښتونکی: الحاج ملا عبداللطیف "منصور"
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر