د هرات په ولایت مقام کې د پاشدان بند د چارو د بیا پیلیدو په هکله ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۳:۵
1

دغه ناسته د هرات والي محترم شیخ الاسلام نوراحمد اسلام جار، د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د ښکتني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم سردار ولي مزمل، د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې تخنیکي ټیم، د هېواد وال شرکت رئیس محترم ابراهیم نظري او د نوموړې شرکت د تخنیکي ټیم په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د هرات والي د یاد شرکت مسئولینو ته ډاډ ورکړ، چې د نوموړې پروژې د چارو پرمخ وړلو او بشپړولو لپاره د اصولي او د قرارداد پر بنسټ اجراآتو څخه په هر اړخیزه توګه ملاتړ کوي.

همدارنګه، د نوموړې شرکت رئیس هم د پاشدان بند د پاتې چارو د بشپړولو لپاره بشپړ چمتووالی وښود او د اوبو او انرژي وزارت، د هرات ولایت مقام او د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې له همکارۍ څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu