د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئیس د ځمکو له مالکینو او د شافلان عمومي کانال د اوبو د ګټې اخیستونکو د ټولنې له غړو سره وکتل
د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئیس، مولوي سید عبدالسلام مستوفي آقا د ځمکو له مالکینو او پشتون زرغون ولسوالي د شافلان عمومي کانال د اوبو د ګټې اخیستونکو د ټولنې له غړو او رئیس سره وکتل.
په دغې لیدنه کې ښاغلي مستوفي آقا د اوبو د ګټې اخیستونکو د ټولنې د غړو د هراړخیز راپور له اورېدلو وروسته د همکاري ډاد ورکړ او هغوی ته یې د وظیفوي مسئولیتونو په ښه توګه د ترسره کولو په هکله اړینې سپارښتنې وکړې.