د هلمند ولایت د والي سره لیدنه

mew-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۸:۳۸
123

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، ښاغلي انجینر خان محمد تکل د هلمند ولایت د والي تورن جنرال محمد یاسین سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د آب پاشک د غاړو د تحکیماتو د پروژو، د کرنیزو ځمکو د ژغورلو په موخه د استنادي دېوالونو جوړول، د سیلابونو د مخنيوي او د باران د اوبو د راټولو په موخه د چکډم بندونو جوړول، د نهر سراج کانال او د کاریز کانال د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي تکل د هلمند والي ته ډاډ ورکړ چې دمګړۍ يو تخنیکي ټيم هلمند ولایت ته استول شوی دی تر څو په یاد ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پراختیايی پروژې سروې او ډيزاین تکمیل کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۹:۲
Background image

د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند د بنسټیزو مطالعاتو او د بند تر کاسې لاندې سیمو د استملاک د ارزونې په هکله خبرې، اترې وشوې

د کاپيسا د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د خپل کار په دفتر  کې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي برنامو د رئيس محترم انجنیر فرهاد محمودي، د وزارت د یو شمېر نورو مسؤلینو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۵۰
Background image

بنسټیزو پروژو کې د کېندل شوو سیمو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د میدان وردګ د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم تر مشري لاندې د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست د استازي او د ولایت مقام د بیارغونې او پرمختیایي چارو کارپوه  او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت کې د اوبو پروژو د پراختیایي بودجې د لګښت او د پرمختګ  وضعیت د څرنګوالي د ارزولو په هکله ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د مالي او اداري عمومي رئيس، د مالي او تدارکاتو رئيسانو، د اوبو سکتور د تخنیکي رئيسانو، سلاکارانو. . .

بیرته تګ

User account menu