د هلمند ولایت د والي سره لیدنه

mew-admin
Wed, Aug 12 2020 8:38 AM
123

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست، ښاغلي انجینر خان محمد تکل د هلمند ولایت د والي تورن جنرال محمد یاسین سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د آب پاشک د غاړو د تحکیماتو د پروژو، د کرنیزو ځمکو د ژغورلو په موخه د استنادي دېوالونو جوړول، د سیلابونو د مخنيوي او د باران د اوبو د راټولو په موخه د چکډم بندونو جوړول، د نهر سراج کانال او د کاریز کانال د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي تکل د هلمند والي ته ډاډ ورکړ چې دمګړۍ يو تخنیکي ټيم هلمند ولایت ته استول شوی دی تر څو په یاد ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د پراختیايی پروژې سروې او ډيزاین تکمیل کړي.

User account menu