د هلمند ولایت د کجکي بند د دوهم فاز پروژې قرارداد وڅېړل شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۳:۴۷
1

د هلمند ولایت د کجکي بند د دوهم فاز پروژې د هر اړخیزې څېړنې په هکله  د سترو قراردادونو د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه.

دغه  ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کلیو پراختیا وزارت معین محترم مفتي سید احمد مستقیم، د اقتصاد وزارت معین محترم ډاکټر عبداللطیف نظري، د ټولګټو وزارت معین محترم عبدالکریم فاتح، د ملي تدارکاتو ریاست مرستیال محترم شیخ عبدالرحیم رحیمي، د ۷۷ ترکي شرکت د استازي محترم بوراک اونسال او د سترو قراردادونو د څېړنې پلاوي د تخنیکي ټیم په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې  د ټاکل شوې کمیټې راپور چې مخکې د رهبري پلاوي له خوا د نوموړي قرارداد د څېړلو په موخه ټاکل شوې وه، تر مطالعې لاندې  ونیول شو او  د قرارداد د بېلابېلو اړخونو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، د قراردادي شرکت له استازي سره د همغږي په موخه د ځینو شته ننګونو او ستونزو د هوارولو په هکله په بشپړه توګه بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د رهبري پلاوي غړو او قراردادي شرکت استازي هوکړه وکړه چې د قرارداد د اړخونو او لا زیاتې مطالعې او په بېلابېلو عادي او غیر عادي حالاتو کې دهغې د پلې کولو په پار لا زیاتې څېړنې ترسره کړي،  ترڅو په راتلونکي ناسته کې په دې اړه وروستۍ هوکړې ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۲۰:۵۱
Background image

په اوبو او انرژي وزارت کې د قرآن عظیم الشان ختم وشو.

۱۱/۹/۱۴۰۴ ه ش

د وزیرصاحب د روغتیا موندنې دشکرانې په پار د اوبو او انرژي وزارت کې

 د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم د اوبو او انرژي  وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، مولوی  محمد نقیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۳۸
Background image

په خوست ولایت کې د اوبو سرچینو سروې او معلومات را ټول شول.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم  لخوا د ۷ هایدرومیتورولوژي استیشنونو او ۳۸ څارنیزو خصوصی څاګانو خام معلومات راټول شول ، همداراز د مرکز په شمول د ټینو او ګربزو ولسواليو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۶:۴
Background image

د بامیان ولایت مرکز کې د حمامونو څارنه ترسره شوه.

د بامیان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د څارنې ټيم ددغه ولایت په مرکز کې د ۶ بابه حمامونو څارنه وکړه.

یاد ټیم د حمامونو خاوندانو ته د اوبو په استعمال کې د سپما په هلکه اړینې لارښوونې. . .

بیرته تګ

User account menu