د "ټاپ" پروژې د کمېټې تخنیکي ناسته د انرژي په معینیت کې ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۲:۱۶
1

دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د انرژي سکتور د رئيسانو او د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو څخه د کمېټې د غړو په شتون کې د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د "ټاپ" پروژې په هکله هر اړخیز معلومات د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د انرژي د برنامو ریاست د متخصصینو له لوري وړاندې شول.

د نوموړې پروژې د اسنادو، پروپوزلونو او د پرمختګ د وضعیت تر ارزولو وروسته، د همغږي، د چارو د انسجام او نورو اقداماتو تر لاس لاندې نیولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د یادونې وړ ده، چې په ټاپ پروژه کې د ترکمنستان له ماري ښار څخه د پاکستان تر کویټې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزی شامل دی. دغه مزی د افغانستان له لارې لېږدول کېږي چې ۷۰۵ کیلو متره  د دغه هېواد په خاوره کې غځول کېږي.

د دغه برېښنا مزي د ترانزیټي ګټې برسېره، افغانستان کولای شي چې له نوموړي مزي څخه ۳۰۰ میګاواټه برېښنا هم تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu