د پروان د اوبولګولو د کانال پروژې د اوبو ګټه اخیستونکي ټولنې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د پروان د اوبولګولو د کانال پروژې د اوبو ګټه اخیستونکي ټولنې ترمنځ د همغږۍ غونډه د غوربند د چاریکار سیندیزې حوزې د رئیس حافظ انجینر مجیب الرحمن "حبیبي" تر مشرۍ لاندې د ختیځ کانال او جنوبي کانال د اتحادیې د غړو او د بګرام، قره باغ ولسوالیو او د سنجددرې کلي له استازو په ګډون ترسره شوه.
د پروان پروژې د کانالونو ترمنځ د اوبو د کمښت، تنظیم او د اوبو د ویش په اړه د دوی ستونزې په پوره همغږۍ سره حل شوه.
