د پولي تخنیک پوهنتون یو شمېر محصلینو چې د خپلو عملي زده کړو دوره د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو عمومي ریاست کې بشپړه کړې وه د یاد ریاست له خوا وستایل شول

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۵:۴۵
1

د پولي تخنیک پوهنتون ۹ تنو محصلینو چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سرچینو عمومي ریاست کې د لس ورځو په موده کې خپلې عملي زده کړې بشپړې کړې وې او په دې روزنیزه دوره کې ښه فعالیتونه ترسره کړي وو د یاد عمومي ریاست له خوا ورته ستاینلیکونه ورکړل شوو.

په هغه غونډه کې چې په همدي موخه جوړه شوې وه د مطبوعاتو او نشراتو رئيس ښاغلي الحاج غلام جیلاني "حق پرست" ، د اوبو سرچینو عمومي رئیس ښاغلي انجنیر فایزالرحمن "عزیزي" او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو رئیس ښاغلي انجنیر عزیزالرحمن "عزیز " هر یوه په خپل وار سره زده کړیالان د وطن خدمت ته وهڅول.

ښاغلي" حق پرست" په دغه ناسته کې، د علم د ارزښت او  د هغه د پلي کیدو او عملي کیدو په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې په اوسنيو شرایطو کې د هیواد د آبادي او پراخیتا په لاره کې هڅه زمونږ ټولو ملي او ایماني دنده ده  او دې لوړې موخې ته د رسیدو لپاره لازمه ده، چې د افغانستان ټول خلک یو بل ته لاس سره ورکړي او مثبت او اغیزمن ګامونه واخلي.

د اوبو سرچینو عمومي رئيس ښاغلي "عزیزي" په ورځنې ډول د اوبو سرچینو کموالي د موضوع په هکله خبرې وکړې او ټینګار  یي وکړ، چې د اوبو سرچینې مدیریت ته اړتیا لري او دا د افغانستان د ټولو خلکو مسؤلیت دی په ځانګړي توګه د هغو کسانو دنده ده چې روزنه یې لیدلې ده. 

همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو سرچینو رئيس ښاغلي عزیز الرحمن  "عزیز" په خپل وار سره محصلین  د هیواد خدمت ته وهڅول او د اوبو د مدیریت په برخه کې یې د علمي څیړنو په ترسره کولو کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu