د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د ١٤٠٠ لمریز کال د کب د میاشتې په 2 او 3 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو د سطحې د جګوالي او د سیلابونو اټکل!

📡🌐 د هایدرومتیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیم بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت اټکل کړی، چې دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتو ډېر اټکل د (شمال، هریرود-مرغاب، ھلمند او کابل) حوزو کې شوی دی.

⏲په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالی په (سمنگان،بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، هرات، فراه، هلمند، ارزگان، کندهار، کابل، پنجشیر او غوربند) سیندونو پر لاره او د یادو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 له همدې کبله ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند په غاړو او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.
...............................................
              داوبو او انرژی وزارت
     د اوبو سرچینو عمومی ریاست

نوي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۵۵
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د لړم د 25 نېټې د هېواد...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۸:۵۵
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د د لړم له 23 نېټې څخه...

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم له ۲۰ نېټې څخه تر۲۱ نېټې...

Back to announcements

User account menu