د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د 1401 لمریز کال د زمری د میاشتې له 09 نېټې څخه تر 11 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي اسټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل او هلمند) دحوزی کې شوی دی.

په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه د (کنړ، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، لوگر او غزنی ) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۶:۱۱
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د مرغومې له ۱۲ نېټې...

شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۱:۵۹
Background image
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۰:۱۷
Background image

Back to announcements

User account menu