د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د 1401 لمریز کال د زمری میاشتې له 26 نېټې څخه تر 28 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي اسټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل او هلمند) سينديزو حوزو کې شوی دی.

⏲په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه د (کنړ، لغمان، ننگرهار، پنجشیر، غوربند، پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر ، میدان، غزنی، ترینکوت، ارغنداب، نیمروز او فراه) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د پوهاوي پیغام⚠️🚿📢💭🚦

د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم ۱۹ نېټې څخه تر ۲۱ نېټې پورې د هېواد د حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

بدین وسیله به تأسی از قانون عقود و اصول تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود اینکه: وزارت آب و انرژی در نظر دارد، قرارداد پروژه چکدم تنګی باغره قریه چغکی ولسوالی بکواه ولایت فراه را به . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۹:۱۸
Background image

اطلاعیه تصمیم عطای قرارداد پروژه برق شبکه توزیعی 20/0.4KV ساحات لکن و لایت خوست

بدین وسیله به تأسی از قانون عقود تدارکات به اطلاع عموم رسانیده میشود اینکه:
 وزارت آب و انرژی در نظر دارد، قرارداد پروژه برق شبکه توزیعی 20/0.4KV ساحات لکن و لایت خوست دارای شماره . . .

Back to announcements

User account menu