د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د 1401 لمریز کال د سلواغه دمیاشتې له 28 نېټې څخه تر 29 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي اسټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (شمال او هریرود-مرغاب) سينديزو حوزو کې شوی دی.

په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه د ( سمنگان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، کشک و کاشان او هرات) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

نوي اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د زمري له 2 نېټې څخه تر 4 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د چنگاښ له 29 نېټې څخه تر...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۸:۴۸
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د چنگاښ له 26 نېټې څخه تر ...

Back to announcements

User account menu