د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د 1402 لمریز کال د وري د میاشتې له  6 نېټې څخه تر 7 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال، هریرود، هلمند او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.

په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه د (کوکچه، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، ارزگان، ترینکوت، ارغنداب، لوگر، میدان، کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا، غوربند، پنجشیر، کنر او لغمان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

نوي اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۱۰
Background image

REQUEST FOR EXPRESSION OF INTEREST

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW)

Funded By

Ministry of Finance of the Islamic Emirate of . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۳۰
Background image

اعلان تدارکات

وزارت آب و انرژی از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می نماید تا در پروسه داوطلبی پروژه تهیه و تدارک تعداد (434) قلم لوازم حفظ و مراقبت ضرورت سال مالی 1405، اشتراک نموده و نقل چاپ شده . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې له ۱۵ نېټې څخه تر ۱۶ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي بدلون . . .

Back to announcements

User account menu