د پوهاوي پيغام ⚠🚿💭

mew-admin
1

د 1402 لمریز کال د وری دمیاشتې په 16 نېټه کې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې او څيړنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت او سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.

په یاد شوی نېټه کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالي په ځانګړي توګه د (کوکچه، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، فاریاب،  پنجشیر، کنر او لغمان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه کړل شوي دي.

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۵۹
Background image

د پوهاوي پیغام

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د تلې له ۳ نېټې څخه تر ۵ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د پوهاوي پیغام

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د وږی له ۲۶ نېټې څخه تر ۲۸ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د . . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د پوهاوي پیغام

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د وږي له ۲۳ نېټې څخه تر ۲۵ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د . . .

Back to announcements

User account menu