د پوهاوي پيغام
د ١٤٠٠ لمریز کال د کب د میاشتې په 14 تر 20 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینې ځایونو کې د اوبو د سطحې د جګوالي او د سیلابونو اټکل!
📡🌐 د هایدرومتیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیم بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت اټکل کړی، چې دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال، هریرود-مرغاب، ھلمند او کابل) حوزو کې شوی دی.
⏲په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالی په (کوکچه، تالقان، بغلان، بامیان، سمنگان،بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، هرات، فراه، هلمند، ارزگان، کندهار، کابل، پنجشیر، غوربند کنر، لغمان او خوست) سیندونو پر لاره او د یادو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.
👥 له همدې کبله ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند په غاړو او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي