د پوهاوي پیغام⚠🚿💭

mew-admin
1

د ۱۴۰۲ لمریز کال د غبرګولي له 7 نېټې څخه تر 8 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل!

📡🌐د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د هوا پیژندنې نړيوالو ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واورې د اورېدلو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپه اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هلمند او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.

په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د ويلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (هلمند، ارغنداب، ترینکوت، ارغستان پکتیا، خوست، پکتیکاه، لوگر، میدان، پنجشیر، غوربند،کنړ او لغمان) سیندونو پر مسير او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👥 په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي.

نوي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د تلې له 6 نېټې څخه تر...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۸:۴۶
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۶:۵۳
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د وږي له 28 نېټې څخه...

Back to announcements

User account menu