د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د 1402 لمریز کال د تلې له 24 نېټې څخه تر 26 نېټې پورې د هيواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل!

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، کابل او هلمند) سينديزه حوزه کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د  (کوکچه، بغلان، پنجشیر، غوربند، لوگر، میدان، جلال آباد، کنړ، لغمان، خوست پکتیا او غزنی) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۸:۵۴
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د غویي له  23 نېټې څخه ...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۴:۴۶
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د غویي له  14 نېټې څخه...

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د 1403 لمریز کال د غویي له  11 نېټې څخه ...

Back to announcements

User account menu