د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د 1402 لمریز کال د کب له 6 نېټې څخه تر 7 نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل!

📡🌐 د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واوری له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود او هلمند) سينديزو حوزو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د  (فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

 

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

نوي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۲۱
Background image

اعلان تدارکات

وزارت آب و انرژی از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می نماید تا در پروسه داوطلبی پروژه های ذیل:

شماره

نام پروژه

تاریخ و ساعت آفر گشایی

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۳۲
Background image

اطلاعیه تصمیم براعطای قرارداد

بدینوسیله بتأسی از مواد قانون عقود به اطلاع عموم رسانیده میشود که وزارت آب و انرژی در نظر دارد قرارداد پروژه تهیه و تدارک تعداد (53) قلم تجهیزات تکنالوژی معلوماتی ضرورت سال مالی 1405 . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۱۴
Background image

د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې له ۱۶ نېټې څخه تر ۱۷ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي . . .

Back to announcements

User account menu