د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري ۷ نېټې څخه تر۹ نېټې پورې د هېواد د حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐  د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د نړیوالو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو او واوری له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هلمند ،هریرود، شمال، پنج آمواو کابل) حوزو کې او اړوند سیلبرونه شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کیدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (غزنی، ارزگان، زابل، هلمند، کندهار، غور، هرات، بادغس، جوزجان، میمنه، بلخ، سنمگان، بغلان، تخار، کندز، کوکچه، کابل، پنجشیر، غوربند، لوگر، لغمان او کنر) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥   په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

اطلاعیه تصمیم براعطای قرارداد

بدینوسیله بتأسی از مواد قانون عقود به اطلاع عموم رسانیده میشود که وزارت آب و انرژی در نظر دارد قرارداد پروژه تهیه و تدارک تعداد (434) قلم لوازم حفظ و مراقبت ضرورت سال مالی 1405 دارای . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

REQUEST FOR PROPOSALS

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW) (As a Facilitator)

Funded By

Residents of the beneficiary . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۸:۵۱
Background image

Clarification#1 about Upgrading of Dahla Multipurpose Dam project

Assignment Title: Review, Verification and Technical Certification of the Detailed Design of Dahla Dam Raising, Two Spillway Packages, Six Saddle Dams and Associated Work

 

Project ID . . .

Back to announcements

User account menu