د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

mew-admin
1

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې له ۴ نېټې څخه تر ۵ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د هوا پېژندنې نړیوالو معتبرو ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو بارانونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل شوی دی چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د کابل سیندیزې حوزې او اړوند سیلبرونو کې شوی دی.

🎡 په ذکر شوو نېټو کې د تیزو اورښتونو او د واورو وېلې کېدلو له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

👮👥 په همدې اساس، له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې استوګن دي، په ډېر درنښت هیله کېږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راوتلو په ترڅ کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي، تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي ترڅو له ځاني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

يادونه: د سيلاب تر خطر لاندې سيمې په نقشه کې په نښه شوې دي.

نوي اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۱۰
Background image

REQUEST FOR EXPRESSION OF INTEREST

Procuring Entity

Ministry of Water and Energy of Afghanistan (MEW)

Funded By

Ministry of Finance of the Islamic Emirate of . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۱:۳۰
Background image

اعلان تدارکات

وزارت آب و انرژی از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می نماید تا در پروسه داوطلبی پروژه تهیه و تدارک تعداد (434) قلم لوازم حفظ و مراقبت ضرورت سال مالی 1405، اشتراک نموده و نقل چاپ شده . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهاوي پیغام ⚠️🚿📢💭🚦

د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې له ۱۵ نېټې څخه تر ۱۶ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐 د اقلیمي بدلون . . .

Back to announcements

User account menu