د کابل د سیندیزې حوزې له عمومي رئيس سره د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ستونزې شریکې شوې
د کابل د سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر محمد عارف مومند لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د دغه ریاست له تخنیکي سلاکار سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو خپلې کړنې او فعالیتونه تشریح کړل او همدارنګه یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم د کابل د سیندیزې حوزې له عمومي رئيس سره شریک کړل.
همدغه راز، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس هغوی ته ډاډ ورکړ، چې پر وخت سره به ستونزو ته رسیدګي وشي.