د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس او د کابل ولایت د یو شمیر نورو ادارو رئیسانو د ارغندۍ سیمې له ژورو کندو څخه لیدنه ترسره کړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۲:۳۶
1

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي ولي محمد تائب، د کابل ولایت د کانونو، چاپیریال ساتنې، کرنې او مالدارۍ او یو شمیر نورو ادارو رئیسانو د پغمان ولسوالي د ارغندۍ سیمې د ژورو کندو څخه لیدنه وکړه.

د نوموړو ژورو کندو څخه اوسمهال د سطحي اوبو د راټولولو په موخه ګټه اخیستل کېږي، چې د حفظ او مراقبت او پاک ساتلو په موخه د هرې ادارې دندې په نښه او اړینې پریکړې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې په ارغندۍ سیمه کې وروستي سیلابونه د همدغو ژورو کندو له لوري مهار شوي دي، چې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې لپاره ګټورې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu