د کابل ولایت په چهارآسیاب او موسهي ولسوالیو کې د سېلابونو د خبرداري د سنسرونو د نصبولو له ساحې څخه لیدنه وشوه
د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم او ورسره مل د یو، اېن، ډي، پي مؤسسې انجنیرانو د کابل ولایت چهار آسیاب او موسهي ولسوالیو د هغو کلیو او ساحو څخه چې د لوګر او کابل سیند په مسیر کې پرتې دي او د سېلاب تر خطر لاندې دي د سېلاب د راوتلو د خبرداري سنسرونو د نصبولو په موخه لیدنه وکړه.
په پایله کې یې د موسهي ولسوالي په دریو کلیو کې چې ده کلان کې ۳۰۰، میاخېلو کې ۲۰۰ او چهار سوق کې ۱۵۰ کورنۍ ژوند کوي او د سېلاب تر خطر لاندې دي، د سېلاب د راوتلو د خبرداري سنسرونو د نصبولو لپاره ساحې تثبیت او انتخاب شوې.