د کابل ښار په ۸ ناحیه کې د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د ارزولو چارې پیل او په ۱۲ ناحیه کې پای ته ورسېدلې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۳۹
1

د بريښنا انرژی د مارکیټ حقوقي رئیس محترم الحاج محمد حارث زرمتی او ورسره مل ټیم د کابل ښاروالي د ۸ ناحیې له مرستیال محترم مولوي نورالحق حنفي سره په نوموړې ناحیه کې د بريښنا انرژي د تولید او وېش شرکتونو د قانونمند کېدو په موخه وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د برېښنا مارکیټ د لا ښه تنظیم، د معیاري کودونو او سټندردونو د رعایتولو، د معیاري تعرفې د پلي کولو، د بې خطره تخنیک د رعایتولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه، د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په ۸ ناحیه کې د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د ارزولو چارې پیل کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu