د کاپيسا ولایت د باغدرې بند د ټولنیزې او چاپېریالي اغېزو د ارزولو په موخه درې اړخیزه ګډه ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۹:۳۲
1

دغه ناسته د کاپیسا د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم انجنیر کاوه خروش، د کاپيسا مرستیال والي محترم شیخ اسدالله سنان او د شنې دایرې د چوپړیز، مشورتي او چاپېریالي شرکت د مسؤل محترم انجنیر عصمت الله شمس ترمنځ ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د باغدرې بند د ټولنیزې او چاپېریالي اغېزو د ارزولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او ټاکل شوې ده، چې د نوموړي شرکت تخنیکي ټیم نن د نوموړي بند د ټولنیزو او چاپېریالي اغېزو د ارزولو چارې پیل او د نوموړي بند محور ته ټولې غځېدلي لارې له تخنیکي پلوه وڅېړي.

همدارنګه په دغه ناسته کې د باغدرې بند د عملي چارو پر پیل باندې ټینګار وشو.

User account menu